
روهي (درې نۍ/۱۲ د وري)، اروپا مې پروت د هسپانيه دولتي او روغتيايي مسوولين ويلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۸۴۹ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي چې بې سارې شمېرې بلل کيږي.
هسپانيه کې د کوېډ-۱۹ له امله د مړو ټول - ټال شمېر ۸۱۸۹ کسانو ته رسيږي. له دې وړاندې آيټاليا کې د تېرې جمعې پر ورځ له اووه سوه ډېر کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي وو.
اوس مهال نړۍ کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر له اووه سوه زره زيات شوی او همدا له درې دېرش زره ډېر کسان يې مړه کړي دي.