امريکا هڅه کوي چې قبايلي سيمو ته ځمکني عمليات وغځوي

 نيويارک ټايمز په خپله پرونۍ ګڼه کې ليکلي، چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لوړ پوړي قومندانان هڅه کوي ، د پاکستان قبايلي سيمو ته خپل ځمکني عمليات وغځوي. تراوسه امريکايي ځواکونو يوازې د ډرون(بې پيلوټه) الوتکو په مټ په قبايلي سيموکې بريدونه کړي، چې هغه هم د پاکستان د حکومت او سيمه ييزو خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوي. څرنګه چې اوس امريکايان د پاکستان د پوځ له خوا په قبايلي سيموکې د اغېزمنو عملياتوله اړخه ناهيلي شوي ، غواړي په دغو سيموکې په خپله عمليات وکړي او د طالبانو او القاعده مشران او قومندانان ژوندي ونيسي. دوی وايي ، د ځانګړو عملياتو دغه پلان ، چې تر اوسه لا تصويب شوی نه دی، د دوی په برياليتوب کې ډېره مرسته وکړي.
داسې ښکاري چې د اوباما د ستراتيژۍ په بيا کتنه کې په پاکستان کې د طالبانو او القاعده مرکزونو له منځه وړلو ته زيات ارزښت ورکړل شوی وي.