امريکا او ناټو په افغانستان کې د ټول - شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې 

روهي (درې نۍ/۱۲ د وري)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي دي، چې بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو او د ناټو عمومي سرمنشي  ینس سټولټنبرګ افغانستان کې د حکومت پر جوړښت خبرې کړې دي. 

خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه دوه مشرانو له افغانانو هيله کړې ده چې سياسي مخالفتونه دي پای ته ورسوي او په يو ټول شموله حکومت دې سره هوکړه وکړي. 

خبرپاڼه زياتوي، "هغوی همدارنګه پر دې هم خبرې وکړې چې افغان مشران باید یو ټول شموله حکومت جوړ کړي چې وکولای شي یو سیاسي جوړ جاړي ته چې د هیواد د امنیت لپاره مهم دی ورسېږي."

له دې وړاندې هم د امريکا بهرنيو چارو وزير افغانستان په خپل سفر او له هغې وروسته په يو ټوېټ کې له ولسمشر غني او پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله غوښتي وو، چې سياسي کړکېچ دې پای ته ورسوي او په يو ټول - ګډ حکومت دې سره سلا شي.