سمسونګ تر يو کال د LCD توليد وځنډولو 

روهي (درې نۍ/۱۲ د وري)، سمسونګ شرکت مسوولين وايي چې د روان ۲۰۲۰ کال تر وروستيو به د LCD توليد په چين، سويلي کوريا او يو شمېر نورو هېوادونو کې بند کړي. 

سمسونګ ويلي دي چې دغه پرېکړه يې وروسته له هغې کړې ده چې په پورته دوه هېوادونو کې د LCD تقاضا مخ پر وړاندې کمه شوې ده. 

سمسونګ او آپل په نړۍ کې د ټېنکالوژۍ په برخه کې ستر شرکتونه دي، خو په نړۍ کې کرونا ويروس يې سوداګرۍ منفي اغېزمنه کړې ده او په ډېر هېوادونو کې يې سيمه ييز دفترونه تړل شوي دي.