
روهي (دوه نۍ/۱۱ د وري)، د ولسي جرګې د مشر مير رحمان رحماني په مشرۍ د ولسي جرګې اداري پلاوي او يو شمېر غړي له پخواني اجرائيه رئيس سره کتلي.
پخواني اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي، چې ياده ناسته کې د ټاکنو پر سر د راپورته شوي کړکېچ په اړه خبرې شوې.
عبدالله عبدالله ليکلي چې له ياد پلاوي يې مننه کړي او هيله يې ښوودلې ده چې ياد سياسي کړکېچ د خبرو له لارې حل شي.
د يادونې ده چې تېره اوونۍ پخواني اجرائيه رئيس داکټر عبدالله عبدالله د هېواد له سياسي څېرو غوښتي وو چې د ده او ولسمشر غني ترمنځ سياسي ستونزې حل او په کې منځګړېتوب وکړي.