حامد کرزي، سياف، يونس قانوني او کريم خليلي د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي کړکېچ د پای هڅې پيل کړي

روهي (دوه نۍ/۱۱ د وري)، يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف، محمد کريم خليلي او محمد يونس قانوني د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي يووالي حکومت پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنو پر سر د راپورته شوي سياسي کړکېچ د پای او هواري هڅې پيل کړې دي. 

په دې اړه محمد کريم خُرم ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "له حامد کرزي سره د عبدالله عبدالله او محمد اشرف ناسته، له تېرو ناستو په پرتله ښه وه او هغه څه چې په دغه ناسته کې مطرح شول، هیله بخښونکي دي."

نوموړي زياته کړې،  "د پرونۍ شپې د ناستې نتیجه ښه وه، څه چې پرون شپه وویل شول، هیله بخښونکي و، نسبتاً پرمختګ شوی دی، د عبدالله عبدالله غوښتنه لکه څنګه چې پخپله یې هم وویل دانه ده چې، ډېر ژر دې اساسي قانون بدل شي، د ده غوښتنه د تفاهم رامنځته کېدل او سیاسي هوکړه ده، که دواړه لوري هوکړې ته ونه رسېږي، پایلې به یې د هېواد لپاره ناوړې وي."

په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله مرستيال وياند اميد مثيم هم د لېدنو او ناستو تائيد کوي خو د ولسمشر سلاکار وحيد عمر بيا رسنيو ته ويلي دي چې پورته يادو څېرو له ولسمشر غني سره لېدنه نه ده کړې او اوس مهال د حکومت ټوله توجه په هېواد کې خپور د کرونا ويروس بحران ته ده.