افغان حکومت د طالب بنديانو د خوشي کېدو بهير وځنډولو 

روهي (دوه نۍ/۱۱  د وري)، ټاکل شوې وه چې سبا به افغان حکومت يو شمېر طالب بنديان ازاد کړي، خو د هېواد ملي امنيت شورا ويلي دي چې دغه بهير ځنډېدلی دی. 

ملي امنيت شورا ويلي دي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو کې پرېکړه شوې ده چې لومړی به د طالبانو پلاوی کابل ته راځي او له نېږدې به د طالب بنديانو د خلاصون په اړه له افغان حکومت سره خبرې کوي. 

د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل رسنيو ته ويلي دي، چې د طالبانو تخنيکي ټيم سره هوکړه شوې ده، چې د دوی به د سرې مياشتې په همکارۍ کابل ته راځي او دلته به د طالب زندانيانو د خلاصون په اړه خبرې کيږي. 

د يو شمېر طالب بنديانو د خلاصون په اړه تر اوسه د درې ځلې د افغان حکومت او طالبانو تخنيکې ټيمونو ويډيويي کنفرانسونه تر سره کړي دي.