د بلخ له زندان ۷۵ بنديان خوشي شول

روهي (دوه نۍ/۱۱ د وري)، د بلخ ولايتي اداره وايي چې د کوېډ-۱۹ د مخنيوي په پار د ولسمشر محمد اشرف غني له فرمان څخه په ګټې د بلخ له مرکزي زندان ۷۵ هغه بنديان چې د بند موده يې له پنځو کالونو کمه وه ازاد شول. 

د بله مرستيال والي بشیر توحیدي رسنيو ته ويلي ديی چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان اړوند په نېږدې ورځو کې يو شمېر نور زندانيان هم خوشي شي. 

تېره ورځ د هرات له زندان هم ۱۵۰ بنديان په دې پار خوشي شول چې زندان ته د کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ لار پيدا نه کړي.