د عامې روغتيا وزارت اندېښنه: ورښتونه د کرونا ويروس د لا خپرېدو لامل کيږي 

روهي (دوه نۍ/۱۱ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت اندېښنه ښوودلې ده چې د وروستيو اورښتونو سره شونتيا شته چې په هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو بهر چټک شي. 

همدا اوونۍ د افغانستان د هوا پېژندې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل کړی چې د عامې روغتيا وزارت اندېښې يې راپورته کړي دي. 

د عامې روغتيا وزارت په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "مرطوبه هوا د دې ویروس لپاره مساعده ده، په دې مرطوبه هوا کې د اټکل له مخې دغه ویروس په ۹۰ ډوله څیزونو باندې له دری ورځو څخه تر ۹ ورځو پورې ژوندی وي، په مرطوبه هوا کې دغه ویروس زیات پاتی کېږي."

د هېواد د هوا پېژندنې ادارې هرات، ازرګان، پکتیا، خوست، زابل، دایکندي، غزني، پکتیکا، لوګر، کونړ، غور، هلمند، فراه، کندهار، کابل او وردګ کې  د زياتو ورښتونو او سيلابونو وړاندې وينه کړې ده.