که د ايران او سعودي عربستان ترمنځ جګړه پيل شي نړيوال اغېز به يې څه وي؟ 

روهي (دوه نۍ/۱۱ د وري)، يو شمېر نړيوال اقتصادي شنونکو د تهران او رياض ترمنځ د احتمالي جګړې په اړه شننه کړې او دا يې موندلې ده چې د سعودي عربستان او ايران ترمنځ هر ډول احتمالي جګړه کولی چې د سياسي او پوځي برخو ترڅنګ د نړۍ اقتصاد بد اغېزمن کړي. 

د شنونکو په اند، دا چې ايران او سعودي عرستان نړۍ کې د تيلو د توليد ستر هېوادونه دي، نو ترمنځ جګړه کې د تيلو سوداګري منفي اغېزمنه کولی شي او د تيلو بیې به پورته شي. 

د اقتصاد برخې شنونکي په دې اند دي چې د يادو دوه هېوادونو ترمنځ جګړه او کړکېچ به په نړيوالو بازارونو کې د يو بېرل تيلو بيه تر ۳۰۰ امريکايي ډالرو هم پورته کړي. اوس مهال په نړۍ کې د يو بېرل تيلو بيه له ۵۰ امريکايي ډالرو لاندې ده. 

د ايران او سعودي عربستان په جګړه کې به د منځني ختيځ ځيني هېوادونه لکه عراق، عربي متحده امارت، کويټ، عمان او قطر هم شامل وي. دغه هېوادونه اوس مهال په ګډه يوه ورځ کې ۲۸ مېلېونه بېرل تيل توليدوي. 

ايران او سعودي عربستان له لسيزو سره په کړکېچن وضعيت کې ګير دي او په منځني ختيځ کې د دوی کړېکچ د سيمې په نورو هېوادونو پوري تړاو پيدا کړی دی.