روهي (دوه نۍ/۱۱ د وري)، د روسيې لومړي وزير میخائیل میشوستین د روسيې په ګاونډ او پخواني شوري يووالي له هېوادونو غوښتي دي، چې د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د روسيې تجربې او کړنې عملي کړي.
روسيه کې له تېرې ورځې په تګ - راتګ بنديز لګېدلی دی اوتر ډېره د مسکو په شمول د روسي په نورو ښارونو کې ګڼه ګوڼه کمه شوې ده.
لومړي وزير میخائیل میشوستین د سيمې پر هېوادونو غږ کړی دی، چې کرونا ويروس د خپرېدو په حال کې دی او بايد چې دوی هم ګرځ بنديزونه اعلان کړي.
نړۍ کې روسيه هغه هېواد دی چې د زيات نفوس او چين سره د ګاونډېتوب سره - سره يې د کوېډ-۱۹ وژونکي ويروس د خپرېدو مخنيوی تر ډېره بريده کړی دی.
وروستي