امريکا کې د کرونا ويروس د ککړو او مړو  شمېرې تر ټولو لوړې دي؛ ۱۳۹ زره کسان پرې اخته او د ۲۴۰۰ تنه ژوند  يې اخېستی 

روهي (دوه نۍ/۱۱ د وري)، امرکيا متحد ايالت نړۍ کې هغه هېواد دی چې اوس مهال د کرونا ويروس د ککړو کسانو او همدا ډول د دغه ويروس پر اساس د مړو شمېرې په کې له بل هر هېواد لوړې دي. 

تازه شمېرې ښيي چې دغه هېواد کې يو لک او نهه دېرش زره کسان پر کرونا ويروس ککړ شوي دي او همدا ډول ۲۴۰۰ کسان مړه شوي دي. نيويارک تر ټولو ډېرې پېښې لري او د مړو شمېر يې له زرو وواښت. 

بيا په نړۍکې د کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ د اخته کسانو شمېر اووه لکه او ۱۸ زره، د رغېدلو کسانو شمېر يو لک ۴۹ زره او د مړو شمېر ۳۳ زره تنو ته رسېدلی دی. 

په افغانستان کې د کوېډ-۱۹ د مړو شمېر څلور او ټولې مثبتې چې څلور په کې بهرنيان دي ۱۴۵ ته ورسېد. د کابل په شمول د هېواد په يو شمېر ولايتونو تګ - راتګ هم بند شوی دی.