روهي (دوه نۍ/۱۱ د وري)، د هرات ځايي مسوولين تائيدوي چې د دغه ولايت په ښځينه زندان کې يو شمېر ښځينه بنديانو په کړکېچ لاس پوری کړی او د زندان ځيني برخي يې سوځلې دي.
د مسوولين په وينا دغه ښځينه بنديانو وروسته له هغې په بلوا لاس پوري کړي، چې په هغه لېست کې نومونه نه وو راغلي چې د کرونا ويروس په پار ځيني زندانيان له بند ازاديږي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي. "د ښځينه محبس یو شمېر بندیانو په دې غبرګون چې نومونهیې د جمهوري ریاست لهخوا د عفو شویو بندیانو په لېست کې نهشته شور ماشور جوړ کړ او د بندیانو ځيني مالونه او اجناسیې وسوځول. امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي له روغتیایي ټيمونو سره چې اړین اقدامات وکړي. یو هیئت هم په هر اړخیزه توګه دا پېښه څېړي."
دغه پېښه چې تېره شپه رامنځ ته شوې، زندان ته د مالي زيان ترڅنګ پنځه پوليس هم په کې ټپيان شوي دي.
وروستي