ننګرهار کې د ختیځ په کچه د کرونا ناروغۍ د تشخيص لابراتوار پرانيستل شو

روهي (دوه نۍ/۱۱  د وري)، د ننګرهار ولايت  مرکز جلال اباد ښار کې د ختيځ زون په کچه د کرونا ناروغۍ د تشخيص لابر اتوار پرانيستل شو، چې هره ورځ به په کې د شاوخوا سل تر شک لاندې کسانو ټيسټونه کيږي.

د کرونا د تشخيص لابراتوار په پرانیسته کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيرزو، د دې ولايت د عامې روغتيا رئیس ډاکتر نصير احمد دراني او نورو ګډون کړی و.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې د کرونا د تشخيص لابر اتوار د ختيځ زون په کچه فعال شو، چې په کې هره ورځ به د دې ولايت په ګډون د لغمان، نورستان او کونړ ولايتونو تر شک لاندې سل کسانو معاينات تر سره شي.

نوموړي د عامې روغتيا له رئیس مننه وکړه، چې له کابل او هرات وروسته يې په ننګرهار کې د کرونا ناروغۍ د تشخيص لابر اتوار پرانیسته او ډاډ يې څرګند کړ، چې په دې سره به په ختيځو ولايتونو کې د کرونا ناروغۍ د تشخيص او کنترول په برخه کې لازمې هڅې تر سره شي.

د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيرزو الدين فيروز وويل، چې دغه لابر اتوار ختيځ زون لپاره بسنه کوي؛ که اړتيا وي؛ نو د دې لابراتوار ظرفيت به لوړ کړي او همدا راز اضافه معاينات به په کابل کې تر سره کيږي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په ننګرهار کې د کرونا ناروغۍ د تشخيص مرکز شتون نه درلوده.