هغه فلم چې لس کاله مخکې پکې د کورونا ویروس وړاندوینه شوې وو خو په هغه وخت کې دا فلم ډېر د پام وړ نه و

روهي(دوه نۍ/۱۱ د وري)، نهه کاله وړاندې په چین کې د یوه ناپیژندل شوي او مرګوني وېروس خپرېدو په اړه سینماګانو کې یو فلم نندارې ته وړاندې شو، په هغه وخت کې دا فلم ډېر د پام وړ نه و، خو د کورونا ویروس له خپرېدو سره اوس ددې فلم مینه وال زیات شوي. د یاد فلم سکرېپټ او د اوسني نړۍ حقیقت ترمنځ خورا لوی ورته والی شته.
 
 
په هغه وخت کې دې فلم چندان پلور نه درلود، د تکړه فلمي لوبغاړو لکه چون مت دیمن، جود لا، ګوئینټ پالټرو، کیټ وینسلت او مایکل داګلاس سره- سره هغه کال کې یاد فلم د فلمونو د نوملړ ۶۱م ځای خپل کړ.خو اوس نه یوازې د دې فلم نوم د ګوګل په لټون کې ډېر کتل کیږي، بلکې د اپل د پلورنځي پر یوه په زړه پورې سرلیک هم بدل شوی.
 
د دې چټک پرمختګ لامل ددې فلم داستان دی چې د کورونا د وېروس له خپریدو سره ورته والی لري، سره له دې چې یا فلم یوه لسیزه وړاندې خپور شوی.
په دې فلم کې یوه سوداګره مېرمن (ګوینت پالترو) چین ته په خپل سفر کې په یوه ناپیژندل شوي او مرګوني وېروس اخته کېږي، هغه خپل ژوند له لاسه ورکوي او نړۍ په طبي بحران کې ښکېلوي.