په نیویارک کې څېړونکي وایي‌ چې د کورونا له کبله د  یو شمېر ښارونو  هوا پاکه شوې ده

روهي(دوه نۍ/۱۱ د وري)، په داسې حال کې چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کورونا وېروس له کبله پر سفرونو بندیز لګېدلی او ورځنی ژوند په ټپه ولاړ دی، په نیویارک کې څېړونکي وایي‌ چې د دې وضعیت له کبله یو شمېر ښارونو کې هوا پاکه شوې ده.
 
 
د دوی په وینا، په تېره څه موده کې په هوا کې د چټلو او حرارت تولیدوونکو غازونو کچه راکمه شوې ده.‌څېړونکو  ویلي، په نیویارک ښار کې د موټرو له کبله د تولیدېدونکي‌ مونوکسایډ غاز کچه نژدې ۵۰ سلنه راټیټه شوې ده.‌
 
 
همدا راز د کاربون ډایوکسایډ غاز کچه، چې د نړیوالې تودوخې لامل دی، هم رالوېدلې ده.‌په چین او شمالي‌ ایټالیا کې هم د نایټروجن ډایوکسایډ غاز کچه کمه شوې ده.کارپوهان وایي،‌ د دې کموالي لوی لامل دا دی چې ښارونو کې موټر کم شوي‌ دي او فابریکې او صنعتي‌ پارکونه بند دي، چې ورسره هوا کې چټل او زهرجن غازونه کم شوي.