امریکا کې د یکشنبې تر ماښام د کورونا له امله ۲۴۸۹ کسان مړه شوي

روهي(دوه نۍ/۱۱ د وري)، د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې امریکا کې د یکشنبې تر ماښام د کورونا له امله ۲۴۸۹ کسان مړه شوي او ۴۷۶۷ کسان ترې روغ شوي دي.د امریکا له نیویارک ایالت رپوټونه وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې په دغه ښار کې د کورونا وېروس له امله ۲۳۷ کسان مړه شوي او دې سره دغه ایالت کې د مړه شویو شمېر ۹۶۵ ته ورسېد.
 
 
د نیویارک والي اینډریو کومو وايي، یوه ورځ کې په دغه ایالت کې ۷۱۹۵ کسان نوي په کورونا اخته شوي دي.نیویارک په امریکا کې د کورونا د خپرېدو مرکز دی او د امریکا پنځوس سلنه کورونا وهلي په دغه یاالت کې دي.
 
له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کورونا ویروس د نه خپرېدو لپاره په دغه هېواد کې محدودیتونه د اپرېل تر اولې وغځول.ولسمشر پخوا ویل چې د اپرېل پر نهمه د ایسټر اختر تر ورځې به دا محدودیت وي، خو اوس یې خپله پرېکړه بدله کړې ده.