د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۵ ته رسېدلی، چې ۱۰۶ یې یوازې هرات ولایت کې دي

روهي(دوه نۍ/۱۱ د وري)، د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست اعلان کړی دی چې په دې ولایت کې د کورونا وېروس ۲۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له دې سره په ټول افغانستان کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۵ ته رسېدلی، چې ۱۰۶ یې یوازې هرات ولایت کې دي.
 
 
د یاد ولایت د عامې روغتیا چارواکي وایي، د یکشنبې پر ورځ له غرمې وروسته ۶۸ مشکوکې پېښې معاینه شوې، چې له ډلې یې ۲۲ مثبتې را وختلې‌.د دوی په وینا، دې کسانو کې ۱۳ نارینه او ۹ ښځې دي او ټول د هرات ولایت دي. په ایټالیا کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر سل زرو ته نژدې شوی دی.‌
 
‌په ایټالیا کې د یکشنبې پر ورځ د مړینو کچه یو څه راټیټه شوه، خو بیا هم ټولټال ۷۵۶ کسان وژل شوي دي. دې هېواد کې د جمعې پر ورځ ۹۰۰ کسان او د شنبې پر ورځ ۸۸۹ کسان وژل شوي وو. فرانسه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۹۲ او بریتانیا کې ۲۰۹ کسان وژل شوي دي.