په ایران کې د کورونا له امله پنځوس افغانان مړه شوي دي

روهي(دوه نۍ/۱۱ د وري)، په افغانستان کې د یوناما مرستیال ټوني بلنزر خپل ټوېټر کې لیکلي چې یوازې تېرو دوو اونیو- د مارچ له ۸ تر ۲۱ نېټې پورې ۱۱۵ زره ۴۱۰ کسان افغانستان ته ستانه شوي او یو چارواکی هم دا شمېر نشي اداره کولی.
 
 
خو د افغان سفارت د کډوالو چارو مسوول ابراهیم حجازي ویلي چې دا ستنېدل اوس ورځ کې ۲۵۰۰ کسانو ته ټیټ شوي دي.تهران کې افغان سفارت  ویلي د هغو مالوماتو له مخې چې د سفارت د کډوالو برخې ته رسېدلي په ایران کې له کورونا پنځوس افغانان مړه شوي دي.
 
 
د افغان سفارت د کډوالو چارو مسوول ابراهیم حجازي پرون مازیګر  وویل، چې دا شمېر په مختلفو ولایتونو کې د مړه شویو افغانانو خپلوانو او مخورو ور کړی دی.تهران کې افغان سفارت د رسمي، مستندو او سمو سندونو تر برابرېدو پورې دا شمېر نه تاییدوي