افغان کرکټ لوبغاړی راشد خان بېوزله افغانانو سره د مرستې ژمنه کړې 

روهي (دوه نۍ/۱۱ د وري)، افغان کرکټ لوبغاړی راشد خان وايي چې له يو شمېر هغه بېوزله افغانانو سره چې د کرونا ويروس له امله مرستو او همکارۍ ته اړتيا لري لاس نيوی به يې وکړي. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي، "موږ له ټولو انسانانو سره مرسته نشو کولی، خو خامخا له یو شمېر سره د مرستې توان لرو. زه راشد خان به په دغو سختو حالاتو کې له خلکو سره مرستې کوم او دا زما مسولیت دی. 

موږ به هغو خلکو او بې وزلو سره چې د کرونا له کبله اقتصادي زیانمن شوي، ‌د باندې نشي وتلی او په کورونو کې دننه دي، د اړتیا وړ او ضروري توکو مرستې برابرو او رسوو.

زه له ټولو لوبغاړو، سوداګرو، سیاسي او ملي شخصیتونو څخه غواړم چې په دغو سختو شرایطو کې د خلکو لاس ونیسي او له خلکو سره مرستې وکړي. د بل سره په مرستې سړی لا شتمن کیږي او زړه یې لا غني کیږي. په مرستې سره مو شتمني نوره هم زیاتیږي!"

د کرونا ويروس په خپرېدو سره کابل او د هېواد يو شمېر ولايتونو کې ګرځبنديز لګېدلی چې د ټولنې بې وسه قشر يې له سختو مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.