د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (يوه نۍ/يکشنبه) 

ټېلګراف: د معدې درد، د بوی او خوند حسونو له لاسه ورکول د کرونا ويروس نوې نښې شمېرل شوې 
  وچ ټوخی، زکام، تبه او پرنجېدل د کرونا يا کوېډ-۱۹ نښې شمېرل کيږي. هغه کسان چې دغه نښې ولري په کرونا د ککړ کس شک پرې کيږي، د درملنې لاندې نېول کيږي او قرنطين کيږي. 

تازه ساينس او روغتيا پوهانو ويلي دي چې د معدې درد، د سترګو سوروالی او ټپ او همدا ډول بوی او خوند حسونو له لاسه ورکول د کرونا وژونکې ويروس څلور نورې نښې دي چې په ډېری ناروغانو کې تشخيص شوې  دي. 

ټېلګراف ورځپاڼې د يو شمېر ډاکټرانو د مالوماتو پر اساس ليکلي دي چې د کرونا ويروس يو شمېر ناروغان د ۲۴ ساعتونو دننه د خوند اوبوی حسونه له لاسه ورکوي چې د کرونا ويروس د شتون نښانې دي. 

کرونا ويروس اوس مهال د نړۍ له ۱۵۰ ډېرو هېوادونو ته رسېدلی دی چې ۲۹ زره کسان يې وژلي او تر شپږ لکه نور پرې ککړ دي. 

الجزيره: نړۍ کرونا ويروس سره پر مبارزه اخته ده خو شمالي کوريا په کې بالسټيک توغندي ازمويي
 له شمالي کوريا څخه راپورنه وايي چې دغه هېواد نن ورځ دوه بالسټيک توغندي ازمويلي دي. د جاپان او شمالي کوريا دولتي سرچينو دغه خبر ورکړی دی خو په خپله شمالي کوريا په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي. 
 
ويل کيږي دا توغندي په داسې وخت کې د بحر پر لور توغول شوي دي چې د شمالي کوريا نېږدې ګاونډ چين، سويلي کوريا او جاپان په شمول د نړۍ ډېری هېوادونه له وژونکي کرونا ويروس سره پر مبارزې بوخت دي. 

د سويلي کوريا د ګډ پوځ چارواکو ويلي دي چې دغه دوه منځني واټن وېشتونکي بالسټيک مزايل نن ورځ وونسان سيمې د  ۲۳۰ کيلو متره واټن په فاصلې توغول شوي دي. 

سويلي کوريا ويلي دي چې په داسې حال کې چې نړۍ له کرونا ويروس په مبارزې اخته ده، د شمالي کوريا له خوا داسې پوځي وړاندې تګ د اندېښنې وړ دی او بايد چې بيا ځلې نه شي. 

جاپان هم د شمالي کوريا دغه عمل غندلی خو ويلي دي چې ياد بالسټيک توغندي د جاپان له خاورې لېرې لګېدلي دي. 

رشيه ټوډې: روسي ډاکټران د مالاريا درملو په وسيله د کرونا درملنه کوي 
 روسيې ډاکټران وايي چې د دوی کار او پلټنو موندلې ده چې د کرونا ويروس ناروغان لپاره د مالاريا ناروغۍ درمل ګټور دي او ګټه اخېستل يې تر يو بريد د کوېډ -۱۹ درملنه کوي. 

روسۍ رشيه ټوډې رسنۍ لېکلي دي چې د کرونا ويروس ناروغانو ته د مالاريا ضد درمل ورکول ګټور تمام شوي دي او په نړيواله کچه ورڅخه ګټه پورته کيږي. 

د نړۍ ساينس پوهان او روغتياپالان تر اوسه په دې نه دي توانېدلي دي چې د کرونا مخنيوي لپاره ځاګړی  واکسين او درملنې لپاره يې ځانګړي درمل رامنځ ته کړي. 

د لومړي ځل لپاره چين کې د کوېډ-۱۹ ناروغان ته د مالاريا ضد درمل ورکړل شول او په دې سره د مالاريا ضد درمل د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کې د پلټنې او څېړونو لاندې ونېول شول. روسي روغتياپالان وايي چې تر هغه چې د کرونا لپاره ځانګړي درمل رامنځ ته کيږي د مالاريا ضد درمل يې يو ښه بديل کېدای شي. 

د ډاکټرانو په وينا چې د مالاريا  ضد درمل کولی شي چې په وجود کې د کرونا ويروس د مضر RNA د ډبل يا بيا ځلې کېدو مخه ونېسي. 

فرانس پرېس: کرونا ويروس يې خنډ شو؛ جاپان کې د المپيک نړيوال لوبې تر يو کال وځنډېدلې 
 ټاکل شوې وه چې روان ۲۰۲۰ز کال به جاپان کې د المپيک نړي،الې لوبې تر سره شي. جاپان چې د دغه لوبو کوربتوب يې  کولې ورته يې بشپړ تياری نېولی وو. 

خو په نړۍ کې د کرونا وژونکي ويروس د مخ پر وړاندې خورېدو له امله د جاپان اقتصاد وزارت ويلي دي چې دغه لوبې د ۲۰۲۱ تر جولای مياشتې ځندېدلې دي چې جاپان ته يې مېلېونه ډالر زيان اړولی دی.

د جاپان لومړي وزير شینزو آبه ويلي دي چې دوی اوس مهال هم پوره چمتوالی درلود خو دا چې کرونا ويروس يوه نړي،اله وبا ده نو دغه لوبې به راتلونکی کال تر سره شي. 

مېل ان لاين: د کرونا ويروس يوه ستره ګټه چې پخوا يې نړيوال په تر لاسه کولو پسې سرګردانه وو 
 د کرونا وژونکې ويروس اوس مهال د نړۍ ۱۵۰ هېوادونو ته رسېدلی دی چې تر شپږ لکه کسان يې نېولې او تر ۳۰ زره نور يې تر اوسه وژلي دي. 

دغه ویروس له انساني تلفاتو وراېخوا د خلکو پر ژوند هم ناوړه اغېز کړی دی. په مېلېونه کسان يې بې کاره کړي دي، سوداګري يې ځپلې، د نړۍ د هېوادونو او وګړو ترمنځ يې اړيکې پرې کړې دي او همدا ډول په لويه کې انساني او ټولنيز ژوند ګډوډ کړی دی. 

د پورته ټولو ناخوالو او ستونزو سره - سره کرونا ويروس سبب شوی دی چې د نړۍ د يو شمېر سترو ښارونو د هوا د پاکوالي سبب شي.

 د امريکا متحدو ايالتو فضايي ادارې يا ناسا په خپره شوي انځورونو کې ښوودل شوې ده، چې په فرانسه، امريکا، هسپانيا، ايټاليا او يو شمېر نورو هېوادونو کې د سترو ښارونو هوا پاک شوې ده. 

د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د خلکو په تګ - راتګ بنديز لګول شوی دی چې په پايله کې يې د موټرونو ګڼه - ګوڼه کمه شوې ده او د نړيوالې سوداګرۍ د محدويت په ترڅ کې فابريکو او سترو کارخونو خپل توليد کم کړی دی چې  پر هوا اغېز مثبت دی. 

د هوا او چاپيريال ککړ تيار له تېرو څو لسيزو د نړيوالو ستره اندېښنه ده چې  د مخنيوي لپاره په مېلېاردونه ډالر مصرف شوي او د نړيوالو مسايلو د سر مساله شمېرل کيږي.

 خو اوس مهال په دې اساس چې د کرونا ويروس مخه ونېول شي، د ګڼې - ګوڼې، انساني او صعنتي کړنو کموالی سبب شوی دی چې د نړۍ ستر ښارونه او په لويه کې نړيوال اقليم پاک وساتل شي. 

خپره شوي انځورنه چې  له فضا اخېستل شوي دي، په ګوته کوي چې په امريکا،  چين، ايټاليا، فرانسه، هندوستان، هسپانيه، جرمني، ايران او د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې د ۲۰۱۹ کال په پرتله د روان ۲۰۲۰ کال په فيبروري اومارچ مياشتو کې هوا ډېره پاکه شوې ده. 

د هوا او چاپريال ککړتيا له کالونو د نړيوال د اندېښنې او لومړيو موخو موضوع ده چې په تېر ژمې کې په افغانستان کې هم ککړې هوا د يو شمېر کسانو ژوند واخېست او يو شمېر نور يې د روغتونونو تر بسترونو ورسول.