کرونا ويروس يې خنډ شو؛ جاپان کې د المپيک نړيوالې لوبې تر يو کال وځنډېدلې 

روهي (يوه نۍ/۱۰ د وري)، ټاکل شوې وه چې روان ۲۰۲۰ز کال به جاپان کې د المپيک نړي،الې لوبې تر سره شي. جاپان چې د دغه لوبو کوربتوب يې  کولې ورته يې بشپړ تياری نېولی وو. 

خو په نړۍ کې د کرونا وژونکي ويروس د مخ پر وړاندې خورېدو له امله د جاپان اقتصاد وزارت ويلي دي چې دغه لوبې د ۲۰۲۱ تر جولای مياشتې ځندېدلې دي چې جاپان ته يې مېلېونه ډالر زيان اړولی دی.

د جاپان لومړي وزير شینزو آبه ويلي دي چې دوی اوس مهال هم پوره چمتوالی درلود خو دا چې کرونا ويروس يوه نړي،اله وبا ده نو دغه لوبې به راتلونکی کال تر سره شي.