روسي ډاکټران د مالاريا درملو په وسيله د کرونا درملنه کوي 

روهي (يوه نۍ/۱۰ د وري)، روسيې ډاکټران وايي چې د دوی کار او پلټنو موندلې ده چې د کرونا ويروس ناروغان لپاره د مالاريا ناروغۍ درمل ګټور دي او ګټه اخېستل يې تر يو بريد د کوېډ -۱۹ درملنه کوي. 

روسۍ رشيه ټوډې رسنۍ لېکلي دي چې د کرونا ويروس ناروغانو ته د مالاريا ضد درمل ورکول ګټور تمام شوي دي او په نړيواله کچه ورڅخه ګټه پورته کيږي. 

د نړۍ ساينس پوهان او روغتياپالان تر اوسه په دې نه دي توانېدلي دي چې د کرونا مخنيوي لپاره ځاګړی  واکسين او درملنې لپاره يې ځانګړي درمل رامنځ ته کړي. 

د لومړي ځل لپاره چين کې د کوېډ-۱۹ ناروغان ته د مالاريا ضد درمل ورکړل شول او په دې سره د مالاريا ضد درمل د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کې د پلټنې او څېړونو لاندې ونېول شول. روسي روغتياپالان وايي چې تر هغه چې د کرونا لپاره ځانګړي درمل رامنځ ته کيږي د مالاريا ضد درمل يې يو ښه بديل کېدای شي. 

د ډاکټرانو په وينا چې د مالاريا  ضد درمل کولی شي چې په وجود کې د کرونا ويروس د مضر RNA د ډبل يا بيا ځلې کېدو مخه ونېسي.