نړۍ کرونا ويروس سره پر مبارزه اخته ده خو شمالي کوريا په کې بالسټيک توغندي ازمويي

روهي (يوه نۍ/۱۰ د وري)، له شمالي کوريا څخه راپورنه وايي چې دغه هېواد نن ورځ دوه بالسټيک توغندي ازمويلي دي. د جاپان او شمالي کوريا دولتي سرچينو دغه خبر ورکړی دی خو په خپله شمالي کوريا په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي. 
 
ويل کيږي دا توغندي په داسې وخت کې د بحر پر لور توغول شوي دي چې د شمالي کوريا نېږدې ګاونډ چين، سويلي کوريا او جاپان په شمول د نړۍ ډېری هېوادونه له وژونکي کرونا ويروس سره پر مبارزې بوخت دي. 

د سويلي کوريا د ګډ پوځ چارواکو ويلي دي چې دغه دوه منځني واټن وېشتونکي بالسټيک مزايل نن ورځ وونسان سيمې د  ۲۳۰ کيلو متره واټن په فاصلې توغول شوي دي. 

سويلي کوريا ويلي دي چې په داسې حال کې چې نړۍ له کرونا ويروس په مبارزې اخته ده، د شمالي کوريا له خوا داسې پوځي وړاندې تګ د اندېښنې وړ دی او بايد چې بيا ځلې نه شي. 

جاپان هم د شمالي کوريا دغه عمل غندلی خو ويلي دي چې ياد بالسټيک توغندي د جاپان له خاورې لېرې لګېدلي دي.