د معدې درد، د بوی او خوند حسونو له لاسه ورکول د کرونا ويروس نوې نښې شمېرل شوې 

روهي (يوه نۍ/۱۰ د وري)،  وچ ټوخی، زکام، تبه او پرنجېدل د کرونا يا کوېډ-۱۹ نښې شمېرل کيږي. هغه کسان چې دغه نښې ولري په کرونا د ککړ کس شک پرې کيږي، د درملنې لاندې نېول کيږي او قرنطين کيږي. 

تازه ساينس او روغتيا پوهانو ويلي دي چې د معدې درد، د سترګو سوروالی او ټپ او همدا ډول بوی او خوند حسونو له لاسه ورکول د کرونا وژونکې ويروس څلور نورې نښې دي چې په ډېری ناروغانو کې تشخيص شوې  دي. 

ټېلګراف ورځپاڼې د يو شمېر ډاکټرانو د مالوماتو پر اساس ليکلي دي چې د کرونا ويروس يو شمېر ناروغان د ۲۴ ساعتونو دننه د خوند اوبوی حسونه له لاسه ورکوي چې د کرونا ويروس د شتون نښانې دي. 

کرونا ويروس اوس مهال د نړۍ له ۱۵۰ ډېرو هېوادونو ته رسېدلی دی چې ۲۹ زره کسان يې وژلي او تر شپږ لکه نور پرې ککړ دي.