چين پاکستان ته يو الوتکه طبي وسايل او د ډاکټرانو اته کسيزه ډله واستوله

روهي (يوه نۍ/۱۰د وري)، د چين حکومت يو الوتکه طبي وسايل چې په کې ماسکونه، د کرونا ویروس د ازموینې یا ټسټ کولو ځانګړې طبي بستې او د ډاکترانو او نرسانو لپاره ځانګړې جامې شاملې دي پاکستان ته لېږلي دي. 

د دغه وسايلو ترڅنګ چين د ډاکټرانو يوه اته کسيزه ډله هم پاکستان ته لېږلې ده چې له چينايي ډاکټرانو سره يو ځاي د کرونا ويروس د درملنې برخه کې مرسته او همکاري وکړي. 

پاکستان کې ۱۴۰۰ کسان په کرونا ويروس اخته شوي  دي چې له منځ يې ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د پاکستان حکومت وايي چې ډېری په کرونا اخته کسان له ايران دغه هېواد ته ورغلي دي.