ايټاليا کې د کرونا ويروس د مړو شمېر له لس زره پورته شو 

روهي (يوه نۍ/۱۰ د وري)، ايټاليا نړۍ کې هغه يوازينۍ هېواد دی چې د کرونا ويروس د مړو شمېر په کې تر ټولو لوړ دی. تازه شمېرې ښيي چې دغه هېواد کې د رونا ويروس له امله د مړه شويو شمېر له لس زره پورته شو. 

د ايټاليا حکومت ويلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۸۹ کسان چې په کرونا ويروس يا کوېډ -۱۹ اخته وو مړه شوي دي. له دې وړاندې د تېرې جمعې په ورځ ۹۱۹ تنه ايټاليا کې مړه شول. 

ايټاليا کې حکومتي مسوولين او روغتيا پالان وايي چې دغه هېواد کې ۹۲ زره کسان په کوېډ-۱۹ ککړ دي او همدا ډول تر اوسه ۱۲ زره کسان درملنه شوي دي.