په خيبر پښتونخوا کې دافغان کډوالو مشورتى شورا خپله کارډله اعلان کړه

 پېښور : په خيبر پښتونخوا کې دافغان کډوالو دمشورتي شورا وياند جان اغا زيار رسنيوته څرګنده کړى ، چې نوموړى شورا د سيف الرحمان هاشمى په مشرۍ لومړنۍ غونډه وکړه په دې وخت دشورا لپاره کارډله هم وټاکل شوه چې له مخې يې سيف الرحمان هاشمى دنوموړى شورا مشر ، ملک نياز محمد مرستيال او دفرهنګي چارو او د دارالنشاء چارواکي سيد وارث حنيفى اوجان اغا زيار ټاکل شويدى زيار به دنوموړى شورا وياند به هم وي ملک ايوب خان شينوارى داجرائيه کميټۍ مشر ټاکل شويدى دماليى چارو مسئول او دکواټ داولى حوزى چارى ملک غفار ته سپارل شوى معلم ملا جان اوډاکټر رحيم به ددويمى حوزى چارواکي نومول شويدى.