روهي (يوه نۍ/۱۰ د وري)، تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د ۲۷ ولايتونو واليانو سره د د ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې او د کرونا ويروس په اړه يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
ولسمشر غني دوی ته په خبرو کې وويل، چې والیان د خپلو اړوندو ولایتونو مشخص مسوولیتونه لري او باید د دوی له لورې تشخیص وشي، ترڅو د دوی د تشخیص په رڼا کې لازم تصمیمونه ونیول شي.
ولسمشر غني دغه ويډيويي کنفرانس کې ويلي، چې د پېښو له کوډ څخه ۳۰ سلنه د جمهوري ریاست لومړي مرستیال او ۲۰ سلنه د جمهوري ریاست دویم مرستیال ته لېږدول شوي، ترڅو په اړینو واقعو کې په چټک ډول لازم اجراات ترسره شي.
افغان ولسمشر ويلي چې والیان دې د خطر په بېلابېلو حالاتو کې لازمه امادګي ولري وویل، ټولو والیانو ته صلاحیتونه ورکول شوي چې د څارنیز میکانیزم پر بنسټ لازم لګښتونه وکړي.
جمهوررئیس والیانو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو اړوند ولایتونو د خلکو د کرنیز پیداوار راپور دې ورکړي، ترڅو د هغه په رڼا کې کروندګرو ته ډاډ ورکول شي چې له محصولاتو یې لازم ملاتړ کېږي.
جمهوررئیس وویل، د هغو مالونو په اړه مو چې د ترانزیټي لارو څخه هیواد ته واردېږي، لازم تدابیر نیولي دي.
هغه ټینګار وکړ چې موږ له خصوصي سکتور سره همګام کار کوو. په دې اوونۍ کې به د تعرفو د تعین په خاطر اساسي غونډه وکړو؛ د صنعتي پارکونو ملاتړ او انکشاف د دولت کلیدي لومړیتوب ګڼل کېږي.
جمهوررئیس زیاته کړه، د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې به تر دوو ورځو یوه واضح طرحه نهایي شي.
وروستي