مايک پمپيو له ولسمشر غني مننه کړې 

روهي (يوه نۍ/۱۰ د وري)، د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له افغان ولسمشر غني مننه کړې چې د بين الافغاني خبرو لپاره يې پلاوی وټاکلو. 

نوموړي پر ټوېټر ليکلي دي، چې هيله لري ترڅو افغان حکومت طالب بنديان هم له زندان ازاد شي او د سولې په پار د دواړه خواوو هڅې ګړندۍ شي. 

نوموړي په يو بل ټوېټ کې په ډاکټر عبدالله عبدالله غږ کړی دی چې د يو ټول ګډونه حکومت لپاره دې ژمن پاتې شي.