نړۍ کې د کرونا ويروس د مړو او اخته کسانو وروستۍ شمېرې 

روهي (نۍ/۹ د وري)، د بل هر وخت به پرتله له تېرې يوې اوونۍ راهيسې نړۍ کې د کرونا ویروس خپرېدو او د تلفاتو شمېر مخ پر لوړېدو دی چې د روغتيا نړيوال سازمان او پهه لويه کې يې د نړۍ  اندښنې راپورته کړې دي. 

د نن ورځې وروستۍ شمېرې ښيي چې په نړيواله کچه 615,519 تنه په کرونا اخته شوې دي او تر۲۹ زره کسانو ژوند اخېستل شوی. امريکا، ايټاليا، چين او امريکا د نوملړ په سر کې دي. 

د امريکا متحدو ايالتو کې د کرونا ويروس د ککړو کسان شمېر يو لک او پنځه زره کسانو ته رسېدلی دی او همدا ډول له ۱۷ سوه ډېر کسان مړه شوي دي. د نيويارک په شمول يو شمېر سترو ښارونو کې روغتونونه له ناروغان ډک شوي دي. 

چين چې د کوېډ -۱۹ لومړی اغېزمن هېواد دی تر يو بريد يې دغه ويروس کنټرول کړی دی او اوس مهال د اروپا په شمول د نړۍ له يو شمېر هېوادونو سره د روغتيايي وسايلو مرستې کوي.