د امريکا پارلمان پنځه غړي کرونا ويروس نېولي  

روهي (نۍ/۹ د وري)، نړۍ کې د کرونا وژونکي ويروس مخ په خپرېدو سره د امريکا متحدو ايالتو پارلمان يا کنګرس پنځه غړي کرونا ويروس باندې اخته شوي دي. 

د متحدو ايالتو کنګرس څلور غړي پخوا معاينه شوي وو چې د کرونا ويروس معاينه مثبت ختلي وو او تازه د مایک کلي په نوم د امريکا مشرانو يو غړي ويلي دي چې په کرونا ويروس اخته دي. 

له دې وړاندې د ايران پارلمان يو شمېر غړي او نور لوړپوړي دولتي چارواکي په کرونا اخته شوي وو. د يادونې ده چې د انګلستان لومړي وزير هم تېره ورځ په کرونا ککړ شوی او انزوا شوی دی.