يوناما او امريکا يې هرکلی کړ، خو طالبانو د افغان حکومت د سولې پلاوي سره مخالفت ښوودلی 

روهي (نۍ/۹ د وري)، دوه ورځې وړاندې افغان حکومت طالبانو سره د خبرو لپاره خپل ۲۰ کسيز پلاوی رسنيز کړ. د ملي امنيت پخوانی رئيس محمد معصوم ستانکزی د دغه پلاوي مشري کوي. 

دغه پلاوي ته يو شمېر سياسي ګوندونو او سياسي مشرانو منفي غبرګون ښوودلی او ويلي دي چې پلاوی هر اړخيز نه دی او دوی سره په کې مشوره نه ده شوې. 

په ورته وخت کې وسله والو طالبنو هم په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې پلاوی هر اړخيز نه دی او ټولې سياسي خواووې په کې نه دي شاملې شوې. 

دا په داسې حال کې ده چې کابل کې د امريکا سفارت، يوناما او د افغان روغې - جوړې لپار د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د دغه پلاوي هرکلی کړی او هراړخيز يې بللی دی.