طالبانو د بدخشان (یمګان) ولسوالي ونېوله 



روهي (نۍ/۹ د وري)، د هېواد شمال ختيځ بدخشان ولايت یمګان ولسوالي له څو ساعته جګړې وروسته وسله والو طالبانو نېولې ده. 

د بدخشان د ولايتي شورا يو غړي احمد جاوید مجددي رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو تېره شپه پر يادې ولسوالۍ بريد وکړ چې له يو څو ساعته جګړې وروسته يې ونېوله. 

د مجددي په وينا چې يګمان ولسوالۍ کې ډېری امنيتي کسان چې سيمه ييز پوليس او ولسي پاڅون کوونکو وو، د بدخشان کران او منجان ولسواليو ته تښتېدلي دي. 

خو د بدخشان د والي وياند  نیک محمد نظري د ولسوالۍ د سقوط د راپورونه رد کړي دي او ويلي دي چې ولسوالي نه ده سقوط شوې خو جګړه روانه ده. 


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
news
مالوماتي ويډيوګانې

lower third - د ویډیو پر سر د سرلیک ځای پر ځای کول

Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ