ايټاليا کې په يوه ورځ کې کرونا ويروس ۹۶۹ کسانو ژوند واخېست 

روهي (نۍ/۹  د وري)، تېره جمعه ورځ ايټاليا کې ۹۶۹ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې په ياد هېواد کې دغه ورځ يوه مرګونې ورځ شمېرل شوې ده. 

ايټاليا پخوا له چين او اوس مهال له امريکا وروسته د نړۍ دويم هېواد کې چې د کرونا ويروس د ککړو کسانو او مړو شمېر په کې لوړ دي. 

دغه هېواد کې کرونا ويروس ۹۱۳۴ کسان مړه شوي او نېږدې ۸۶ زره ۵ سوه کسان دغه ويروس نېولي دي. ايټاليا په اروپا کې پرمختللی هېواد خو بيا هم نه دی توانېدلی چې دغه ويروس مهار کړي. 

وروستۍ شمېر ښيي چې په نړۍ کې تر شپږ لکه کسان پر کرونا اخته دي او همدا ډول له ۲۷ زره زيات کسان يې وژلي دي.