آنجلینا جولي يو مېلېون ډالر هغه ماشومانو ته ځانګړي کړل چې د کرونا ويروس له امله لوږې سره مخ دي 

روهي (نۍ/۹ د وري)، د آنجلینا جولي په نوم د امريکا هاليووډ سېنما مشهورې اداکارې او د بشري همکارۍ فعالې يو مېلېون امريکايي ډالر ځانګړي کړي دي ترڅو له هغه ماشومانو سرسه پرې مرسته وشي چې د کرونا ويروس له امله لوږې سره مخ دي. 

نوموړې د No Kid Hungry يا هېڅ ماشوم دې وږی نه وي په نوم خيره بنسټ لري او د يادو پيسو له لارې به د غريبو کورنيو ماشومانو سره د خواړو په برخه کې مرسته وکړي. 

آنجلینا جولي ويلي دي چې په لومړی قدم کې به دغه مرسته د امريکا متحدو ايالتو دننه ماشومانو ته ورسوي او هڅه به وکړي چې په نړۍ کې ټول هغه ماشومان چې د کرونا ويروس له امله لوږې سره مخ دي له دغه او ورته نورو مرستو برخمن کړي.