روهي (نۍ/۹ د وري)، نړۍ د کرونا وژونکی ويروس په ډېرې چټکي سره د خپرېدو په حال کې دی. تازه شمېرې ښيي چې په نړيواله کچه دغه ويروس اوس مهال ۶ لکه کسان نېولې او له ۲۷ زره ډېر يې مړه کړي دي.
د امريکا متحد ايالت لومړی هېواد دی چې تر ټول ډېرې د کرونا ويروس مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي. دغه هېواد کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر يو لک او ۴ زرو ته رسيږي او همدا ډول ۱۷ سوه کسان يې مړه کړي دي.
له امريکا وروسته ايټاليا په دويم او چين په درېيم مقام کې ځای لري. نړۍ کې تر ټولو ډېر کسان په ايټاليا کې د دغه ويروس له امله مړه شوي دي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر اتيا زره ډېر کسان په دې ويروس اخته شوي دي، چې د روغتيا نړيوال سازمان اندېښنې يې هم راپورته کړې دي.
وروستي