کرونا ويروس: درې يې مړه کړي او درې ترې رغېدلي دي؛ افغانستان کې يې شمېر ۱۱۰ ته ورسېد

روهي (نۍ/۹ د وري)، د هېواد عامې روغتي وزارت وايي چې په افغانستان کې د کرونا وژنکي ويروس د مثبتو پېښو شمېر يو سلو لسو ته ورسېد. تېره ورځ  ناوته ۱۵ نوې پېښې ثبت شوې. 

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار رسنيو ته ويلي دي چې تر اوسه دغه ويروس په افغانستان کې د درېيو کسانو ژوند اخېستی دی او همدا ډول درې کسان چې په کرونا اخته وو له درملنه وروسته يې پايله منفي ده او رغېدلي دي. 

بيا له بلې خوا په نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۶۰۰ زره کسانو ته نېږدې شوی دی او د مړو شمېر له ۲۴ تنه پورته شو.