کابل کې نن ورځ سخت امنيتي تدابير نېول شوي

روهي (نۍ/۹ د وري)، افغان حکومت تېره ورځ کابل ولايت کې محدوديتونه وټاکل او د پلي کېدو په پار يې نن ورځ پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو سړکونو ته راوتي دي. 

تېره ورځ د عامې روغتيا وزارت، کورنيو چارو وزارت، کابل ښاروالۍ، کابل ولايت مقام او د کرونا سره د مبارزې ټاکل شوي کمېسيون په ګډه ناسته کې له اړتيا پرته په تګ راتګ بنديز لګولی شوی دی. 

له روغتونونو، درملتونونو، بانکونو، خوراکي توکو هټيو، ډوډۍ پلنځيو،  امنيتي ادارو او يو شمېر نورو ادارو پرته به نور ټول مرکزونه، هټۍ او سوداګريز ځايونه او همدا ډول  دولتي ادارې تر درېيو اوونۍ تړل شوې وي. 

پوليس نن ورځ کابل ښار کې هغه کسانو ته توصيه کوي او يا يې هم جريمه کوي، چې د شوې پرېکړې سرغړونه کوي او په عادي ډول خپل چارې وړاندې وړي.