حکومت په درېيو ولايتونو کې پوليسو ته روغتيايي توکي ووېشل 

روهي (نۍ/۹ د وري)، افغان حکومت په  کندهار، فراه او لوګر ولایتونو د امنیه قومندانیو د روغتیايي مرکزونو له لوري د یادو ولایتونو د قطعو او جزوتامونو د ملي پولیسو منسوبینو ته لازم روغتیايي او عفوني ضد توکي ووېشل شول.

د کندهار، فراه او لوګر د امنیه قومندانیو روغتیايي ټیمونو له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ملي پولیسو ته لازمې لارښوونې وکړې او ویې ویل، چې کرویډ ۱۹ ویروس باید جدي وګڼل شي او له دې ویروس سره د مبارزې په برخه کې باید هېڅ ډول ناغېړي ونشي.

د هېواد د ولایتونو د امنیه قومندانیو په کچه له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې لازمې تابیاوې نیول شوې او د ملي پولیسو منسوبینو ته د بېړنیو روغتیايي توکو د وېشل لړۍ په چټکۍ سره په پر مخ روانه ده.

هېره دې نه وي چې تر وړاندې هم د کابل او کونړ ولایتونو برسېره په یو شمېر ولایتونو کې د ملي پولیسو قطعو او جزوتامونو کې د ملي پولیسو منسوبینو لپاره له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د روغتیايي توکو د وېش سربېره یو شمېر لازمې همکارۍ او لارښوونې شوې دي.