لیندسي ګراهام: د امريکا له هغې پرېکړې چې پر افغانستان يې يو مېلېارد ډالر مرسته بند کړه هرکلی کوم 

روهي (جمعه/۸ د وري)، د لیندسي ګراهام په نوم د امريکا متحدو ايالتو مشرانو جرګې یو غړي د بهرنيو چارو وزير مايک پمپپيو دغه پرېکړې هرکلی کړی چې پر افغانستان يې يو مېلېارد امريکايي ډاالر مرسته بند کړه. 

لیندسي ګراهام نن ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې هرکله چې د افغان مشران په خپل منځ کې نه شي کولی يو فعال حکومت رامنځ ته کړي نو دا په کار ده چې امريکا خپلې مرستې پرې بند کړي. 

نوموړي ويلي دي چې که چېرې د ولسمشرۍ پر سر افغانستان کې راپورته شوي جنجالونه پای پيدا نه کړي نو د امريکا متحد ايالت به نور اقدامات هم وکړي. 

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د يو مېلېارد مرستو  په بنديدو اندېښنه وښوودله خو ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ ويلي وو چې دوی به دغه پيسې جبران کړي.