نړۍ د مرک بوی ورکوي، له نیم میلیون ډېر کسان په کورونا وېروس اخته شوي

روهي(جمعه/۸ د وري)، د نړۍ په کچه په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له نیم میلیون اوښتی دی.‌ د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې سویلي اروپا د دې وېروس مرکز دی،‌ او د ایټالیا او اسپانیې هېوادونه یې تر ټولو ډېر ځپلي دي.‌ په اسپانیا کې د کورونا وېروس له کبله د وژل شویو کسانو شمېر له ۴ زرو اوښتی دی. په دې هېواد کې ټولټال څه باندې ۵۶ زره کسان په کورنا وېروس اخته دي.
 
 
دا په داسې حال کې ده چې د اروپا په ځینو هېوادونو کې هره ورځ سلګونه کسان د دې وېروس له کبله مري.د بریتانیا حکومت ویلي چې پنجشنبه په لومړي ځل په یوه ورځ‌ کې له ۱۰۰ ډېر کسان د کورونا وېروس له کبله وژل شوي دي.‌
 
بلجیم کې هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۱۲۹۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې هېواد کې ټولټال ۶۲۳۵ کسان په کورونا وېروس اخته دي، او ۲۲۰ کسان ترې مړه شوي دي.‌پاکستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر اوس ۱۲۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.