امریکا  کې  پنځه اتیا زره پنځه سوه کسان په کورونا وېروس اخته شوه

روهي(جمعه/۷ د وري)، دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بدتره اونیزه بې کاري ده او د ۱۹۸۲ کال ریکارډ ماتوي چې یوه اونۍ پکې شپږ لکه ۹۵ زره کسان بې کاره شوي وو. امریکا کې اوس پنځه اتیا زره پنځه سوه کسان په کورونا وېروس اخته بلل شوي او دا کېسونه له بل هر هېواد زیات دي.د جان هاپکنز پوهنتون د وروستۍ شمېرې له مخې امریکا دې برخه کې له چین او ایټالیا مخکې شوه، ځکه چین کې ۸۱۷۸۲ کسان او ایټالیا کې ۸۰۵۸۹ کسان په دې ویروس اخته دي.
 
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې د خبري غونډې پر مهال د وروستیو شمېرو په هکله وپوښتل شو او هغه ځواب کې وویل: "دا هغه شمېر معاینو ته درناوی دی چې موږ یې کوو". دا رپوټ په داسې مهال دی چې ویل کېږي ۳،۳ میلیون کسان امریکا کې بې کاره شوي، خو ولسمشر ټرمپ اټکل کړی چې ډېر ژر به اقتصادي چارې له سره پیل شي.