کورونا وېروس سره مبارزه:افغان زندانونو څخه شاوخوا ۱۰ زره بنديان ازادېږي

روهي(جمعه/۸ وري)، په افغانستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۹۴ ته رسېدلی چې لس تازه پېښې یې په هرات او نیمروز ولایتونو کې ثبت شوې دي. د افغانستان لویې څارنوالۍ، روغتيا وزارت او د زندانونو د عمومي رئيس په ګډ خبري کنفرانس کې اعلان وشو، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د زندانيانو د ازادولو فرمان صادر کړی دی.
 
 
افغان حکومت وايي، هغه زندانیان خوشي کوي چې د کورونا وېروس پر وړاندې له زیات خطر سره مخ دي. د افغانستان لوی څارنوال وویل، د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې د مجرمینو ازادېدل د دغه فرمان برخه نه ده. د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم عمومي رییس احمد راشد توتاخېل وايي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې ټاکل شوې دغه زندانیان تر راتلونکو لسو ورځو خوشي شي .
 
په عيني وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې په هرات کې دې ګرځبنديز نور هم سخت شي او نور ولايتونه دې هم دغه بڼه تعقيب کړي. ولسمشر غني د هغو ولايتونو له واليانو سره خبرې کړې چې له ايران سره کډه پوله لري.