د ککړو کسانو شمېر ۹۴ ته ورسېد؛ کرونا ويروس افغانستان کې د څلورم کس ژوند هم واخېست

روهي (پنځه نۍ/۷ د وري)، د کرونا وژونکي ويروس له امله هرات کې نن ورځ يو بل کس هم ومړ چې دې سره يې افغانستان کې د مړو شمېر ۴ کسانو ته ورسېد. 

له دې وړاندې هرات کې يوې ۴۵ کلنې ميرمنې، بلخ يو نارينه، هرات کې يو ۵۵ کلن نارينه او اوس مهال يو نارینه چې تازه له لندن راغلی وو، هرات کې ومړ. 

بيا تازه نن ورځ له غرمې وروسته افغانستان کې د کرونا ويروس لس مثبتې پېښې ثبت شوې، چې اته يې په هرات او دوه نور يې په نيمروز ولايت کې وې. د لسو نوې پېښو په ثبت سره افغانستان کې د دغه ويروس د مثبتو پېښ، شمېر ۹۴ ته ورسېد.