حکومت طالبانو سره د خبرې کوونکي پلاوي نوملړ اعلان کړ

حکومت طالبانو سره د خبرې کوونکي پلاوي نوملړ اعلان کړ
روهي (پنځه نۍ/۷ د وري)، افغان حکومت طالبانو سره د بين الافغاني خبرو لپاره شل کسيز پلاوی اعلان کړ. دغه نوملړ کې د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت مخالفو سياسي ګوندونو استازي هم شامل دي. 

د دغه پلاوي مشرتوب معصوم استانکزي کوي؛  نادر نادري، متین بیک، حبیبه سرابي، عبدالهادي ارغندیوال، خالد نور، کلیم‌الله نقیبي، عنایت الله بلیغ، شهلا فرید، محمد ناطقي، حفیظ منصور، زینب موحد، باتور دوستم، داکتر امین احمدي، ضرار احمد مقبل، ذکیه ورګ، رسول طالب، شریفه زرمتي،  ایوب انصاري او امين کريم د دغه پلاوی غړي دي. 

حکومت په داسې وخت کې دغه نوملړ اعلان کړ چې  د عبدالله عبدالله په شمول د يو شمېر سياسي ګوندونو مشران او استازي طالبانو سره د سولې مذکراتي پلاوي په ټول - شمولتوب ټېنګار کوي.