اسماعيل خان: د سولې پلاوي غړي نه جهادي کسان دي او تر دې چې د جهاد په وخت کې زږېدلي هم نه وو 

روهي (پنځه نۍ/۷ د وري)، د محمد اسماعيل خان په شمول يو شمېر پخواني جهادي مشران او د سياسي ګوندونو استازي د حکومت له خوا طالبانو سره د سولې پر مرکچي پلاوي نيوکې کوي. 

اسماعيل خان ويلي دي چې د ياد پلاوي غړي نه د انقلاب پر وخت هېواد کې وو او ان تر دې چې د جهاد او انقلاب وخت کې زږېدلي هم نه وو. 

د جنرال دوستم په مشرۍ د افغانستان اسلامي ملي جنبش ګوند مرستيال عبدالله عبدالله قرلق هم وايي چې د جنبش ګوند د هغه پلاوي ملاتړ کوي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ ټول ګډونه حکومت يې معرفي کړي. 

دغه نوملړ کې  د جنرال دوستم زوی باتور دوستم او د جنرال عطا زوی خالد نور په شمول کسان شامل دي چې مشري يې د ملي امنيت پخوانی مشر محمد معصوم ستانکزی کوي.