ولسمشر غني افغان ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتيايي کارمندانو ته ځانګړي امتيازونه په پام کې نېولې

روهي (پنځه نۍ/۷ د وري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د هڅو او اقداماتو په برخه کې ويلي دي، چې د هېواد په پلازمېنه او  ولايتونو کې افغان ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتيايي کارمندانو ته به ځانګړي امتيازونه ورکړي. 

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه ليکلي، "د ډاکټرانو او نرسانو په شمول د ټولو روغتیایي کارکوونکو لپاره چې کروناویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري د کابینې له لورې د تصویب شوي کړنلارې په اساس فوق العاده امتیازات په پام کې نیول شوي دي او دغه کړنلاره نن د هیواد ټولو ولایتونو ته د تطبیق په موخه استول کېږي."

محمد اشرف غني همدا ډول "جمهوررئیس غنی د یادو والیانو د راپور له اورېدو وروسته مالیې وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست ته د لاندې موادرو په اړه سملاسي لارښوونه وکړه:

هرات ولایت ته د تخصیص شويو ۴۰۰ میلیون افغانیو سربېره دې فراه، غور او بادغیس ولایتونو ته شل، شل میلیون افغانۍ او نیمروز او هلمند ولایتونو ته چې د کرونا ویروس خپرېدو له ګواښ سره مخ دي او طبیعي پېښې یې هم ګواښي، پنځوس، پنځوس میلیون افغانۍ له مرکز څخه واستول شي."

افغان حکومت کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې هڅې ګړندۍ کړې دي چې د عامه پوهاوی ترڅنګ يې په عملي کړنو هم لاس پورې کړی دی.