د ولس دمرګ او ژوند خبره

افغانستان د بحرانونویو زېږنده ژوندی ټاټوبۍ دی، چې د همدې څلویښت کلن بحران، جګړې او دښمنیو په ترځ کې یې د سر او مال ډیرې درنې قربانی وركړې او ستر زیانونه یې لیدلي او ګاللي دي.هیواد مو اوس هم په ډیروغټو ستونزو، بدمرغیو، بدبخیتو او ناروغیو اخته دی، چې هر یو یې د یو نوي بحران زېږنده کیدای شي. د بحران په همدې بدو شرایطو کې ولس اوهیواد په لومړي قدم کې سراسري سولې او یو روغ ، قوي ، مرکزي حکومت او سوله پالې او مینه پالې رهبری ته ضرورت لري.داسې حکومت چې ملي ګټو ته ژمن او پراخ بنسټه وي.
 
ولس او نړیوال په تیرو پنځو کلونو کې د یو ناکام  او ناروغ حکومت شاهد وو، دواړه ډاکتران د خپل منځي مخالفتونو، ځان غوښتنو او یوشمیر نورو سلیقوي  اختلافاتو او بې باوریو له کبله په دې ونه توانیدل چې چارې  په سمه توګه مدیریت کړي او د ټول ولس او نړیوالو لپاره یو منل شوی واحد ملي ادرس او رهبري رامنځ ته کړي .په حقیقت کې حکومت او د ملي او نړیوالو مسایلو پروړاندې دریځونه  او پرېکړې دوه ګونې وې او دوی واقعا په هغه ټولوژمنو کې، چې له ولس سره یې کړې وې پاتې راغلل چې له هم دې امله افغانستان اوس یوځل بیا دنویو بحرانونو کوربه توب کوي.
 
 تازه بحرانونه د ملي حاکمیت او د افغانستان د بقا لپاره یوستر ګواښ دی او حالات دومره طوفانی شوې که چیرې  یې مخه ونه نیول شي او کنترول نه شي د یو سیاسي انفجار له مخې با دا هیواد ټوټه ټوټه شي اوبیا به نوي حکمرانان په کې د خپلې خوښې اسان څغلوي .دهمدې ټولو بدبختیو مسولیت به د همدې داوړو ډاکټرانو په غاړه وي، ځکه  اکثریت ستونزې او ناخوالې د دوي له لمنې پیدا اوزېږېدلې دي او نورې ډلې او ټپلې هم پرې اخته شوې دي.
 
په تېرو پنځو کلونو کې دواړو ډاکټرانو غني او عبدالله ونشو کولای چې سمې او درستې ګمارنې وکړي  او دواړه د یو بل له کار نه ناراضه او ناخوښي دي او پر یوبل ډول ډول تورونه لګوي .ترمنځ یې د بې اعتمادی او بې باوری فضا دومره لویه شوې وه چې تل به د ارګ او سپیدار څخه د دوی د خفګان او پخلاینې خبرونه او اوازې  سرچوک ته راوتلې.
 
د همدې غلط او ناسم مدیریت او سیاست له کبله ولس زیانمن شو. جګړې، وژنو، چاودنو، غلاو، فساد، وسله والو بریدونو، بمباریو او نورو ډول دول  جنایتونو زور واخیست او د ولسي وګړو تلفات مخ په ډیرېدو شول. ترڅنګ یې د دولت د ننه قومي جورښتونه او ډل بندی رامنځ ته شوې چې د ولسي جرګې او ولسمشرۍ  ناکامې ټاکنې یې غوره بېلګه ده. د دواړو ټاکنو بهیر او پایلې له ملي او نړیوال  شرم اورسواییو سره مخامخ شوې دي.
 
 د ډاکترغني ترڅنګ  ډاکټرعبدالله  چې د نیمایي حکومت ونډه یې په برخه رسیدلې وه ، ونه توانید چې د افغانستان د پرمختګ ، سولې او ارامی لپاره د یوه ښه او روغ سیستم په تشکیل او اداره کې د یو خپلواک او بې طرفه شخصیت په توګه رول ولوبوي او د باور فضا رامنځ ته کړي .عبدالله په دې هم بریالی نشوچې د ډاکټر غني باور ترلاسه کړي او خلکو ته دا په ډاګه کړي چې دهر ډول ستونزو په زغملو سره بیا هم په صادقانه  توګه  ملي حاکمیت او ملي ګټو او ارزښتونو ته ژمن دی.
 
 داکټرعبدالله ترډیره خپلو تنظیمي، قومي او ژبني پالنو، ژمنتیاوو او بوختیاوو زیانمن کړی دی او له همدې امله د ولسي دایرې له باور او اعتماد څخه بهر په یو لرې واټن کې پروت او پاتې دي. له نظام نه لرې کېدل او واټن نیول او حکومتي او سیاسي چارو ته قومي او تنظیمي بڼه ورکول او پالل په خپله د ملي حاکمیت او ملي ګټو پرواندې یو ټکر او بغاوت دی. د همدې ټکرونو اومخالفتونو له کبله نن ولس د خپل یو متحد او د وست هیواد امریکا یو میلیارد ډالره مرسته له لاسه ورکړه چې لاملونه یې دوی او د دوي بې باوری،بې اعتمادي او نه جوړجاړی دی.
 
امریکا او نړیوال هم ملامت او هم ګرم دي ځکه دوی ونشو کړلای چې افغانستان کې ثبات، هماهنګي او دفساد د مخنیوي لپاره د یوه ناظر ټیم په حیث خپل رول ادا کړي .امریکا او نړیوال باید دې ته متوجه وای چې قومي بیلوالی ، ژبني او تنظیمی پالنې د افغانستان لپاره ډېر خطرناک او د افراطیت د ودې لپاره مناسب بستر ګڼل کیږي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي پمپیو له خوا د یوسیاسي جوړښت او ټول شموله حکومت درامنځ ته کېدو د تازه او وروستیو هلوځلو ماتې او ناکامې ترډیره بریده د همدې دواړو ډاکترانو په ناکام سیاست پورې اړه لري، یوبل ته نه تیرېدل او د یوبل نه منل او زغمل اود قانون پر وړاندې دریدل اوفراقانوني غوښتنې هغه څه دي چې د سولې بهیر چې دټول ولس غوښتنه اوملي ارمان دی له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي .ملي ګټو ته لومړیتوب نه ورکول او د قومي، ژبني او تنظیمي ګټو پالل او خوندي کول د ملي حاکمیت او ملي منافعو پروړاندې یوزیان اورعمل دی چې ګټه یې د افغانستان دښمنانو ته رسیږي.
 
غواړم له ډاکټر عبدالله څخه وپوښتم چې تاسو ولې له ټاکنو په شا نه شوی اوولې مو سولې ته لومړیتوب ورنکړ؟ دولسمشریزوټاکنو له پیل نه مخکې په ملي اونړیواله کچه د ټاکنو پر وړاندې پراخه اندېښنې وې هم نړیوالو هم داخلي سیاسیونو په اوسنۍ حالاتو کې د ټاکنو د پروسې په شفافیت باور نه درلود چې یو مثال یې محمد حنیف اتمر دی چې سولې ته یې لومویتوب ورکړ او له ټاکنیزو سیالیو په شاه شو.
 
اوس د ټاکنیزو پایلو نه منل او سیاسي جوړجاړي ته غاړه نه اېشودل اود یو موازي حکومت جوړول په خپله د دې دلالت کوي چې تاسود خپلې ډلې د غیرقانوني غوښتنو لپاره ټولې ملي ګټې ترپښو لاندې کوی اود موازی جوړښت د عقیدې اوطرحې له مخې افغانستان له یو نوي بحران سره مخامخ کوی.غوره به داوه چې په هم دې بحراني حالت کې مود غني ملاتړ کړی وی او ولس او نړیوالو ته مو دا ثابته کړې وی چې تر هرڅه د مخه تاسو ته د افغانستان بقا، سوله او د افغانستان ملي ګټې لومړیتوب لري.
 
اوسنیو حالتو ته په کتو سره چې د کورونا ویروس له وژونکي طوفان سره مخامخ یو، غوره به وی چې اوسنۍ ناروغ نظام او حالات وساتو او پرې نږدو چې دانظام راڅخه ونړیږي، اړینه ده چې د همدې معیوب نظام ترڅنګ په ګډه سره د سولې هلې ځلې ګړندۍ کړو ترڅو وکولای شو له طالبانو سره د يو بین الافغاني مذاکراتي ټیم له خوا د سولې او جوړجاړي ټولې خبرې او بحثونه له یو واحد ادرس څخه د ملي ګټو پر بنسټ د یوې جامع واحدې طرحې په وړاندې کولو سره مدیریت او پرمخ بوزو او دسولې،دایمي اوربند، دجګړې د بندېدو او ختمېدواو راتلونکي حکومت په لاره کې یوې مثبتې افغان شموله نتیجې ته ورسیږو.
 
ولسمشر غني ته غواړم دا ووایم چې ولې غواړې دنیا او افغانستان له ځانه لرې کړې ، تاسو ته په کار ده چې په ټولو ملي مسایلو کې ملي دريځ غوره، پراخه او قوي کړی او د ولس له متعهدو پرګنو او سوله پاله ملي شخصیتونو، سیاسي جریانونواو مدني بنسټونو سره په مشورو کې د سولې بهیر ګړندۍ او د کورونا په وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکړی او هغه فاسدې کړۍ او چارواکي د ارګ او حکومت له شااو خوا لرې کړی چې دفساد پراخه تورونه پرې لګول شوي دي او یا هم د چارو په مدیریت کې پاتې راغلي دي.
 
زموږ دکورني او بهرني سیاسي تګلارې او کړنلارې مبنا باید د هیواد دحالاتو او په سیمه او نړۍ کې حاکمو شرایطو ته په کتو سره د ملي ګټو دغوښتنو پربنسټ سمون ومومي ترڅو وکولای شو د یو ښه او غوره فعال سیاست په لرلو سره د سولې بهیر خپل او له بهرنیو اغیزو نه یې وژغورو.
 
په دې برخه کې د بهرنیو دوستانو ملاتړ او د مرستو له لاسه ورکول د ولس او ملي حاکمیت په زیان دي، د امریکا او نورو دوستو هیوادونو ملي ګټو ته نه درناوی او زیان رسول په سیمه او نړۍ کې بې ثباتي راولي چې ډیر زیان به یې افغانستان او افغانانو ته ورسبږي.
 
همدارنګه افغانستان ته نه پاملرنه او د افغانستان بیا هیرول د تروریزم، القاعده او داعش د بیا راژوندي کولو معنی او مفهوم لري، چې له افغانستان پرته ډیر زیان به یې د پخوا په څیر نړیوالې ټولنې ته ورسیږي.
 
امریکا ته هم په کارده چې دافغانستان په اړه په خپلو پرېکړو او سیاسي تګ لاره باندې بیا غور وکړي او خپلې مرستې بیرته د افغانانو سره جاري وساتي او دې ته ژمن پاتې شي چې افغانستان او افغانان له تروریزم سره په مبارزه کې القاعده، داعش او نورو تروریستي  او افراطي ډلو ته تنها نه پرېږدي.
 
د امریکا په څیر د نړۍ د یولوی ابرځواک د سیاست ښکلا، معقولیت، درنښت او نوښت په دې کې نه دی او نه هم ارزي چې خپلې مرستې او بهرنۍ تګلاره دعبدالله د ډلې او پلویانو په خاطر زیانمنې او اغیزمنې کړې اوافغان ولس، د سولې بهیر او تیرو لاسته راوړنو ته شا کړي.
 
د افغانستان راتلونکی او ملي ګټې د یوې ناکامې او ماجراغوښتونکو ډلې د ګټو او غیرقانوني غوښتنو په خاطر قرباني کول د افغانستان له خلکوسره جفا او ظلم کول دي چې پایلې یې د هیڅ لوري په ګټه نه دي.
 
د امریکا د مرستو کموالۍ او بندېدل د افغانستان د ننه او بهر د امریکا او افغانستان ملي منافعو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول زیان رسوي او لوی خطردی. په دې هیله چې امریکا اونور نړیوال له افغانستان سره د مرستو کولو د دوام او ملاتړ په برخه کې ژمن پاتې شي او دا غریب او جګړې ځپلۍ ولس د خپلو مرستو په بندولو او بهانه له دې زیات د نړیوال تروریزم او د افغانستان د ننه د ځینو افراطی ډلود بېځایه احساساتی او ناروا غوښتنو قرباني ونه ګرځوي.