کرزی: افغان وژنه په هر عنوان او د هر چا له خوا چې وي واضح بشري ضد جنايت دی

روهي (پنځه نۍ/۶ د کب)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ د کابل ښار لومړۍ امنيتي حوزې اړوند سيمه د افغان اهل هنود او سيکانو پر درمسال شوی بريد غندلی او ترهګريز عمل يې بللی دی. 

د حامد کرزي له دفتره روهي ته په يوې رالېږل شوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، "د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی په کابل کې د اهل‌هنود او سیکانو پر درمسال تروریستي برید په کلکو ټکو غندي. 

حامد کرزی د افغانانو وژنه په هر عنوان او د هر چا له خوا چې وي واضح بشري ضد جنایت او د ټولو انسانی ارزښتونو او نړیوالو موازینو خلاف عمل بولي. 

پخوانی جمهور رئیس د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوي، ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هیله لري او له خپلو هندو او سیکو هموطنه خوویندو او ورونو سره ځان په دې غم کې شریک بولي."

د افغان سيکانو پر درسمال د تېرې ورځې شوي بريد پراخه غبرګونونه راپورته کړل. طالبانو په کې لاس لرل رد خو داعش ډلې يې مسووليت په غاړه واخېست.